د ملي امنيت د چټک غبرګون پرقطعه ډله ايز ځانمرګي بريدونه وسول .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63874
لودين
دخبریدو نیټه : 2015-05-10

د کندهار ښار ختيڅ لوري ته د ښوراندام په سيمه کې نن سهار د ملي امنيت د چټک غبرګون پر قطعه ځانمرګي او وسله وال بريدونه وسول . نن سهار شپږ بجې لمړی د دې قطعې په دروازه کې ځانمرګی بريد وسو او وروسته دريو نورو کسانو چې وسلې ورسره وې د دې قطعې پر ساتونکو وسله وال بريد وکړ ، چې متقابله نښته وسوه . يوه لوړ پوړي امنتي سرچينه وايې ، چې په دې پيښه کې څلور ځانمرګي بريد ګر له منځه تللي دي او د ملي امنيت يو سرتيری سطحي ټپي سوی دی . سرچينه وايې ، چې د بريدګرو څخه پو راکټ او يوه کلاشينکوف هم د ملي امنيت سرتيرو ته په لاس ورغلي دي . امنتي او ولايتي چارواکي په دې اړه هيڅ راز معلومات نه ورکوي او له خبرو کولو ډډه کوي . د بريد مسووليت وسله والو طالبانو په غاړه اخستی دی .