په ډېره خواشيني مو خبر تر لاسه کئ چي د کندهار يو مشهور اولسي مشر، سياسي او اجتماعي شخصيت له دې ڼرۍ څخه رحلت وکئ. زه محمد نسيم سليمي او زما ټوله (سليمي) کورنۍ ددې خبر په اورېدو ډېر خواشيني سوو، ځانونه د هغه مرحوم د کورنۍ د غړو سره په دې غم کي شريک ګڼو او د مرحوم خانمي، زامنو، هر يوه بشير احمد، عزت الله، نعمت الله، وحيدالله، لوڼو او باقي ټولو بازمانده ګانو ته د زړه صبر او ددې ستر غم د زغملو طاقت غواړو. خداي (ج) دي دده سره ښه وکي. جنتونه دي يې په نصيب سي.
مرحوم واصفي صاحب په ١٣٠٦ شمسي کال کي د کندهار د ښار په يوه روښانه، عالمه او مبارزه کورنۍ کي زېږېدلئ دئ. د کورنۍ مشران يې نه يوازي د علم او فضل څښتنان وه بلکه پر وطن او د هغه پر ترقۍ او ډيموکراسۍ باندي تر هغي اندازي مين وه چي په لاره کي سرونه ورکړه.
واصفي صاحب خپلي لومړنۍ زده کړي په کندهار پيل کړې او د احمدشاه بابا د لېسې، چي په هغه وخت کي رشديه بلل کېده، څخه تر فراغت وروسته د کندهار د لومړنيو ځوانانو څخه وو چي د کابل پوهنتون ته د لوړو تحصيلاتو په غرض کابل ته ولاړئ او د ادبياتو په پوهنځي کي شامل سو. او هغه پوهنځي يې په ډېر ښه ډول پاى ته ورسوله. د هوتکو د دورئ په باره کي يې يو مبسوط او له تاريخي معلوماتو ډک مونوګراف وليکئ، چي زه اميد لرم د نوموړي مرحوم د کورنۍ سره موجود وي او په يوه مناسب فرصت کي يې د عامي استفادې په غرض چاپ کړي.
واصفي صاحب په ديني علومو کي پراخه مطالعه درلوده، د پارسي په کلاسيکو ادبياتو کي د پراخي پوهي خاوند وو او په خپلو خبرو کي يې د استدلال او ثبوت دپاره د قران شريف اياتونه او د رسول الله مبارک احاديث راوړل او د پارسي د کلاسيکو شعرونه به يې د موضوع په ارتباط ويل. په اسلامي شرعه کي پوه او په مدني حقوقو کي د کافي معلوماتو خاوند وو او په تدوين کي يې برخه اخيسته.
کله چي د پښين اوسېدونکئ عبدالباقي خان اڅکزى، چي پخپله هم يو روښانه سړى وو، افغانستان ته را واوښت په کندهار کي يې يو رستورانت را وايستئ چي عزت کافي يې باله. دغه رستورانت د کندهار د منورينو او تحصيل يافته وو د ناستي ځاي سو او ډېر ژر د ښار منورين پر رامات سوه او هلته يې د چايو د خوړلو سره د هر ډول علمي، اجتماعي، سياسي، ديني او کلتوري موضوعاتو په مورد خبري کولي او هر چا به خپل معلومات څرګندول. دغه مجلس، چي عموما به په ناوخته ماپښين او مازديګر کي جوړېدئ او تر ماخستن پوري به يې دوام کاوه، د ګراداو په نامه يادېدئ. واصفي صاحب به په دغه ګرداوو (ګرداب) کي دايمي حضور درلودئ. ډېر احترام ورته موجود وو و او معلوماتو او نظرياتو ته په ډېره دلچسپي غوږ نيول کېدئ. د ګرداب نور برخه اخيستونکي، مرحوم منان خان، کاکا عبدالرازق، معاون عبدالرحيم هاتف، محمد حليم سليمي، محمد نبي خان، اغامحمد خان کرزى، لالا واسع، صوفي ولي محمد، فريد خان پايند، ملا عرب او داسي نور د مطالعې او نظر خاوندان وه.
واصفي صاحب د کندهار د ولايت د درو ګونو قومي مشرنو له جملې وو، چي دوه نور يې شهيد عبدالاحد خان کرزى، چي په معين صاحب مشهوره وو، او مرحوم سناتور حاجي عبدالقدوس خان بارکزى وو.
واصفي صاحب ډېر صميمي او د خوشاله طبعي خاوند وو، خو په عېن حال کي ډېر تورت او د صريحي لهجې خاوند او ډېر دلاور سړی وو. تغيه (تقيه) يې نه درلوده. که يې لازمه ګڼلې واى نو يې بيا د خولې څخه لاس اخيستئ. په هغه وخت کي چي د هلمند د اوبو موضوع توده وه او ځينو عناصرو په دې نامه چي د اوبو ورکول ثواب لري غوښتل چي د هلمند اوبه اېران ته ورکړي، دا کار د ملي او مترقي احزابو، سازمانو او افردو د شديد مخالفت سره مخامخ سو او د مخنيوي د پاره يې د هغه وخت د مطرحو وطنپالو سازمانو او احزابو له طرفه د اعتراض په توګه مظاهرې او ميټنګونه وسوه چي په هغه جمله کي مترقي ډموکراټ ګوند هم په فعال ډول ګډون کاوه چي مشري يې مرحوم محمد هاشم ميوندوال پر غاړه درلوده. يوه ورځ تر اعتراضي مظاهراتو څخه وروسته د مرحوم ميوندوال په کور کي مجلس جوړ سو چي يو لړ مشهورو سياسي شخصيتونو ګډون پکښي کړي وو. په دغه مجلس کي مرحوم واصفي هم ګډون کړئ وو او کله چي د خبرو روڼ ور ورسېدئ هغه په خورا مشرح ډول د هلمند د اوبو او د هغه د تاريخ او د ايران ته د اوبو د ورکولو په باره کي يو عالمانه بيان وکړئ او د موضوع په باره کي د حاضرينو د معلومات څو چنده کړه. ځکه چي د هلمند د اوبو موضوع نوره د يوې عادي موافقې تر سرحد تېره سوې او د هيواد يوه ملي موضوع وه ځکه نو د هيواد د ټولو ملي او مترقي احزابو او اشخاصو له خوا مخالفت ورسره سوئ وو، په دغه سبب وو چي د وخت د شورا رياست فيصله وکړه چي د شورا وکيلان د خپلو مؤکلينو د نظر د معلومولو په غرض خپلو ولايتو ته واستوي څو شورا د هغو د نظر مطابق رفتار وکړي. کله چي وکيلان د خپلو ولايتونو څخه بيرته راغلل، دا پوښته مطرح سوه چي اوس وواياست چي ستاسي مؤکلين څه وايي. کله چي روڼ مرحوم واصفي صاحب ته ورسېدئ، نوموړي وويل چي هو ما د خپلو مؤکلينو سره خبري وکړې، هغو راته وويل چي هغه څوک چي د اوبو د ورکولو د پاره رايه ورکوي هم يې د هغه څه و څه او هغه څوک چي اوبه ورکوي د هغه هم څه و څه او په دې ډول يې د موضوع سره د خپل ځان او د خپل اولس مخالفت ښکاره کړ.
د مرحوم واصفي صاحب کړه وړه، شخصيت، سابقه په شورا کي او د شورا د دوو دورو په جريان کي د بېلو بيلو موضوعاتو په باره کې دده موقف د سردار داؤد خان، چي پخپله يو ملي سړى وو، توجه ور اړولې وه او کله چي د جهوريت دوره وطن ته راغله نو يې واصفي صاحب لومړى د ننګرهار د ولايت د والي په حېث او وروسته يې د کرهڼي او مالدارۍ د وزير په توګه وټاکه. وروسته يې د لويي جرګې د رئيس دنده هم تر سره کړه.
د داؤد خان د حکومت له سقوط سره واصفي صاحب د پل چرخي زندان ته واچول سو او تر هغه وخته هلته وو چي عمومي عفو اعلانېده چي نوموړئ يې په نتيجه کي له بند او احتمالي مرګه خلاص سو.
د واصفي صاحب د مهاجرت ژوند له بې شماره ستونزو سره ملګرئ وو. په امريکا کي يې ژوند زړه نه غوښتئ، ځکه چي له وطنه او اولسه ليري وو، په پاکستان کي د محدويتونو او تعقيب سره مخامخ وو. کله چي په افغانستان کي يو نيم کله حکومت راغلئ نوموړي کندهار ته ولاړئ او هلته يې د يو قومي مشر په ډول د يوه مصلح رول لوباوه چي دا کارته يې د ژوند تر وروستيو سلګيو پوري دوام ورکړ. نوموړئ د جنګونو طرفداره نه وو او له دغي ناحييې څخه يې ډېر زجر ليدئ.
د واصفي صاحب له وفات سره افغانستان په عمومي او کندهار په خاصه توګه يو پر وطن مين، ترقي غوښتونکئ، روښانه، عالم، خيرخواه او سوله غوښتونکي شخصيت له لاسه ورکئ. خداي له ده سره ښه وکي، دوستانو ته دي يې خداي صبر جميل ور په برخه کي. آمين.
نسيم سليمي
کانکورد کاليفورنيا