په مقدونیه کې د تاوتریخوالي په پرونیو پېښو کې ۲۲ تنه وژل شوي دي. د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې په وژل شویو کې اته تنه یې پولیس دي او پاتې نور یې د کوسوو د ازاد پوځ په نوم د منحل شوې ډلې غړې دي. ده ویلي چې د کوسوویانو یوې ډلې چې پنځو تنو رهبري کوله د مقدونیې په شمال کې د دغه هېواد له پوځ سره نښته وکړه. د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې اوس له کوسوو سره پر پوله په کانمانوو ښار کې ګواښ دفعه شوی دی.