په کابل کې ځانمرګي برید ۳ تنه وژلي او لسګونه نور يې ژوبل کړل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63889
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-05-10

يوه ځانمرګي بريدګر د کابل ښار د دارالامان سړک په اوږدو کې د څارنوالۍ د کارکوونکو پر موټر بريد کړى دى. د کورنيو چارو وزارت د ١١٩ شمېرې د پوليسو مشر همايون عيني د يادې پېښې د منلو ترڅنګ ويلي، چې دغه پېښه نن مازديګر شا وخوا ٤:١٥ بجې د سناتوريم په سيمه کې رامنځته شوې ده.هغه زياته کړه، چې ځانمرګي بريدګر د څارنوالۍ د کارکوونکو کاسټر موټر په نښه کړى دى. ددغې پېښې د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه پورې معلومات نشته. د يادې پېښې نور جزيات به وروسته خپاره شي. وسله والو طالبانو ددغې پېښې مسووليت منلى . طالب وياند ذبيح الله مجاهد ويلي چې دغه بريد د څارنوالۍ پر موټر د دارالامان په سيمه کې شوى دى ، خو د تلفاتو په اړه يې څه نه دي ويلي . دغه راز یوه بله سرچینه وايي، چې دکابل امنیه قومنداني د ۳ تنو د وژلو او د ۱۴ تنو د ټپي کېدو خبره کوي.