۱۹ هزاره مسافر د ۲۸ تنو په بدل کې خوشۍ سول .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63891
لودين
دخبریدو نیټه : 2015-05-11

د ٣١ تښتول شوو مسافرو له ډلې څخه ١٩ تنه يې نن سهار خوشې شول او د پاتې نورو د خلاصون هڅې روانې دي. دغه څرګندونې د زابل د ولايتي شورا رييس عطا جان حق بيان نن رسنيو ته وکړې . هغه وويل چې ياد ١٩ تنه مسافر د وسله والو طالبانو د هغو ٢٨ زندانيانو په بدل کې خوشې شول، چې له حکومت سره بنديان وو. د هغه د معلوماتو له مخې، په ياد شوو ٢٨ تنو کې ٦ يې مېرمنې او ٢٢نور يې د کم عمر لرونکي ماشومان دي. د هغه په وينا، دغه ١٩ تنه مسافر نن سهار شاوخوا ٩ بجې د غزني ولايت د جاغوريو ولسوالۍ له مربوطاتو څخه خوشې شوي دي. تراوسه ددولت وسله والو مخالفينو په دې اړه څه نه دي ويلي . شاوخوا درې مياشتې مخکې ياد مسافر کور ته د راتګ پر مهال د کندهار-کابل پر لويه لار د زابل ولايت په مربوطاتوکې د ناپېژاندو وسله والو له لوري تښتول شوي وو.