واتیکان وايي پرېکړه یې کړې چې فلسطین د یوه خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپېژي. دغه اعلان پرون داسې مهال شوی چې د فسلطین د خپلواکې ادارې مشر محمود عباس د نړۍ د کاتولیکانو د رهبر پاپ فرانسیس کتنې ته ورغلی و. فلطسیني چارواکو د دغه ګام هرکلی کړی، خو د اسرایلو بهرنیو چارو وزارت دا پرېکړه ناهیلې کوونکې بللې ده.