پاکستاني ځواکونو په پښتونخواکې د یو شمېر افغانانو کورونه نړولي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63911
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-05-14

پاکستاني ځواکونو پرون د خيبر پښتونخوا اړوند د پېښور په "اضاخېل" کمپ کې د افغان کډوالو يو شمېر هټۍ او کورونه نړولي او کډوالو ته يې ويلي چې له دغه کمپ څخه ووځي. د پېښور په نوښار سيمه کې په ياد کمپ کې دا مهال شاوخوا پنځه زره کورنۍ ژوند کوي. ویل کېږي چې پرون سهار پاکستاني ځواکونه له لوډرو او سکواټرونو سره دغه کمپ ته ورغلي او له کډوالو يې غوښتي چې له خپلو کورونو ووځي. سرچینې وايي پاکستاني ځواکونو په دغه کمپ کې يو شمېر کورونه او هټې نړولي دي.