صلاح الدين رباني د ناټو سازمان له خوا له فغانستان سره د دوامدارې ملګرتيا هرکلی وکړ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63912
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-05-14

د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني د ناټو سازمان له خوا د دوامدارې ملګرتيا او تر ۲۰۱۶ کال وروسته په افغانستان کې د پاتې کېدو د پرېکړې هرکلى وکړ. د ناټو او ۴۲ متحدو هېوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو د غونډې په څنډه کې د ناټو سازمان سرمنشي جينز سټولټنبرګ اعلان وکړ، چې دا سازمان به تر ۲۰۱۶ کال وروسته هم په افغانستان کې حضور او شتون ولري. هغه زياته کړه، د دوى نوى ماموريت به ملکي وي، خو پوځي څانګه به هم ولري او افغان امنيتي ارګانونو ته به مشورې ورکوي. د افغانستان د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني د ناټو سازمان د يادې پرېکړې او ژمنو هرکلى وکړ او زياته يې کړه، چې ناټو يو ځل بيا له افغانستان سره د اوږدمهالو همکاريو ژمنې وکړې.