وسله والو په اروزګان کې دوه روغتیایي کارکوونکي تښتولي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63931
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-05-16

چارواکي وایي چې د اروزګان په دهراوود ولسوالۍ کې وسلوالو کسانو دوه روغتیایي کارکوونکي تښتولي دي. د دغه ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکتر خان اغا ماخیل وايي چی یاد روغتیایي کارکوونکي له تیرو څلورو کلونو راهیسې د یادې ولسوالي په کلینک کې دندې ترسره کولې. هغه زیاته کړه، چې نامعلوم وسلوال وړمه ورځ یاد کلینک ته ورغلي او دوه کارکوونکي یې له ځانه سره وړي دي. میاخیل وایی، تر اوسه نه ده په ډاګه شوې چې یاد کسان د کومې ډلې لخوا تښتول شوي دي، خو دوی یې د موندنې لپاره هڅې پیل کړې دي. د هغه به وینا، تښتول شوي کسان د لوګر او وردګو ولایتونو اوسیدونکي وو.