نیویارک ټایمز: خلک د حامد كرزي ارمان کوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63934
لودين
دخبریدو نیټه : 2015-05-16

نیویارک ټایمز: خلک د حامد كرزي ارمان کوي زموږ دولت ماته خوړلې او خلک کرزی غواړي(ډاكټر عبدالله په خصوصي ناسته كې اشرف غني ته) واشنګټن – نيويارك ټايمز وايي، اووه میاشتې کېږي، چې پخواني ولسمشر حامد کرزي واك نوي حكومت ته پريښى دی،د سرچينې په وينا، دا کېدای شوای په لنډ راتلونکي کې د تصور وړ نه وی. خو له ولسمشر غني سره زیاتېدونکی مخالفت حتی د ده د خپلو ځینو نيږدې ملاتړو له خوا، چې د ده د یو لړ تصميمونو له کبله دی کېږي، اما د یو فعال دولت لپاره یې مبارزې ته دوام ورکړی او ډېرى خلك حامد کرزی د علاقې له مخې یادوي. په کابل کې د بشیر په نامه یو ۳۷ کلن دوکاندار نيويارك ټايمز ته وویل، نوی دولت د خپسې غوندې دی. نوموړی لکه د نورو افغانانو غوندې یوازې یوه جمله یادوي:”زما په ریښتیا کرزی یادېږي.” دا نظرونه د هېواد په مختلفو برخو کې اورېدل کېږي. دا څرګندونې په هلمند كې د کوکنارو له بزګرانو سره د مركو پر مهال شوې دي. له هغو دولتي مامورینو څخه، چې د وزارت کارونه یې بند دي؛ هم دا ډول زمزمې اورېدل کېږي. خو دا څنګه کېدای سي، چې افغانان زړه تنګي سي. ښاغلي عبدالله ته نږدې کس د نوم نه ښودلو په شرط نيويارك ټايمز وویل، ډاکټر عبدالله، اشرف غني ته په خصوصي توګه ویلي، چې د دوی دولت ماته خوړلې او خلک ښاغلی کرزی غواړي. اما درک کېږي چې کرزی په دې وروستیو کې د ولسمشر غني د دولت لپاره د یو تهدید په توګه مطرح سوى دی. د ټاکنو په وخت کې ډاکټر عبدالله، ولسمشر کرزی په دې غنده، چې ګواکې د ډاکټر غني واک ته رسولو کې مرسته کوي، د ده په خبرو درغلي کوي او د ولسمشرۍ په لومړیو ورځو کې به ښاغلي غني په عامه ناستو کې له کرزي مننه کوله او هره اونۍ به يې ورسره ملاقات کاوه. خو د دوی اړیکې وروسته له هغې سړې سوې، چې د دوی د نږدې کسانو په وینا، ښاغلى غني له هغو سرو كرښو تېر سو، چې ولسمشر کرزي ورڅخه دې كرښو د احترام غوښتنه كړې وه. د دغو كرښو پر بنسټ، يو هم پاكستان او امريكا ډېر نږدېتوب وو، هغه دوه هېوادونه، چې حامد کرزی فکر کوي چې دوه مخي دي.