په بغلان کې یو پوځي مرکز د طالبانو لاس ته ورغلی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63935
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-05-16

د بغلان ولايتي شورا مرستيال وايي چې ددې ولايت د مرکز په ډنډغوري سيمه کې يو پوځي مرکز د طالبانو لاس ته ورغلى دى. فيروز الدين ايماق وايي چې د موسى خان پوځي مرکز په وروستيو درېيو ورځو کې د وسله والو مخالفينو ترکلابندۍ لاندې و چې بالاخره تېر ماښام له دولتي واکه ووت. هغه زياته کړه چې وسله والو مخالفينو ١٥ ميله کلاشينکوف، يوه پيکا، يو رينجر موټر او د مرکز مهمات يوه نامعلوم ځاى ته لېږدولي دي. د ولايتي شورا مرستيال زياته کړه چې په دې مرکز کې ١٥ ملي او سيمه ييز پوليس کلابند وو چې د سپين ږيرو په منځګړيتوب را خوشې شول، مرکز يې له مقاومت پرته خالي کړ او د تېرې ورځې په نښته کې يو ټپي پوليس يې راوېستلى دى.