د کندهار له زندان څخه ١٠١ تنه زندانيان خوشي سول

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63937
لودين
دخبریدو نیټه : 2015-05-16

د دې ولايت مرستيال وايي خوشي سوي بنديان ټول په جنايي جرمونو تورن وه چي دولسمشر د٨ ګڼه فرمان له مخي د مجاهدينو د بريا د ورځي په مناسبت خوشي سول او ديوشمير نور بنديانو دبند په موده کي کموالى راغلى دى هغه وايي دا د بنديانو د خوشي کيدو وروستى ډله نده ؛ تردي وروسته به هم د دوسيو د څيړلو لړۍ دوام وکړي تر څو د هغو ټولو زندانيانو برخليک مالوم سي ، چي په زندان کي پراته دي هغه وايي چې د زندان د ځاى دکموالي په اړه يي مرکز ته پيشنهادونه استولي دي ، چي د بوديجي د پيداکيدو وروسته به د نوي ودانۍ د جوړيدو چاري هم پيل کړي ترڅو په زندان کي دځاى د نشتوالي ستونزه هواره کړي . په همدي وخت کي يوشمير هغه زندانيان چي نن له بنده خوشي سول د ولسمشرد دغه فرمان ستاينه کوي اووايي چي ولسمشر دي دهغو کسانو په اړه هم څيړني وکړي چي له کلونو راهيسي يي دوسيي نه دي څيړل سوي. داپه داسي حال کي ده ؛ چي ويل کيږي په زندانونو کي اوس هم په لسګونه داسي کسان سته چي له تيرو لسو کلونو راهيسي په زندان کي دي خو تر اوسه يي لا هم د محکمې له خوا د بند موده نده ټاکل سوې .