ترکیې د سوریې یوه چورلکه د هوايي حریم د نقض له کبله نسکوره کړې ده. د ترکیې دفاع وزیر عصمت یلماز وايي دا چورلکه ۱۱ کیلومتره د ترکیې هوايي حریم ته راننوتې او تر نسکورېدو وړاندې پنځه دقیقې د دغه هېواد په هوايي حریم کې وه.یلماز ویلي چې دا چورلکه د سویلي ولایت ختای ریحانلي ښار ته څېرمه ویشتل شوې ده. په مارچ میاشت کې هم ترکیې د هوايي حریم د نقض له کبله د سوریې یوه الوتکه نسکوره کړې وه.