ناور ولسوالي بېرته د طالبانو لاس ته ورغلې ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63940
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-05-16

په ولسي جرګه کې د غزني یو شمېر استازي وايي چې د دغه ولایت ناور ولسوالي بېرته د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلې ده. ناور تر ۹ کلو وروسته یوه اوونۍ وړاندې افغان ځواکونو د یو لړ تصفیوي عملیاتو په ترڅ کې له طالبانو ونیوله. اوس د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي له دې کبله چې دا ولسوالي له پاکستان سره پولې ته نږدې پرته ده، افغان ځواکونو په کې مقاومت ونشو کولی او بېرته طالبانو ونیوله. د ولسي جرګې غړی محمد اخلاقي وايي سره له دې چې سیمه ییز چارواکي د ولسوالۍ د سقوط خبره نه مني، خو د هغو معلوماتو له مخې چې دوی لري، ناوه بېرته سقوط شوې ده.