اشرفي: ښکېلې غاړې باید سولې ته پر جګړې لومړیتوب ورکړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63941
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-05-16

د پاکستان د علمانو شورا مشر طاهر اشرفي له افغان حکومت او وسله والو طالبانو غوښتي چې سولې ته پر جګړې لومړیتوب ورکړي. اشرفي چې یو وخت یې په افغانستان کې ځانمرګي بریدونه روا او روانه جګړه جهاد بللی و، د سولې له خبرو ملاتړ کړی دی. ده ویلي چې په افغانستان کې سوله په پاکستان کې د سولې په معنا ده. ده د طالبانو پر مشر ملامحمد عمر غږ کړی چې د جګړې پر ځای د سولې خبرو ته لومړیتوب ورکړي.