اوریاخېل: له برمته شویو کسانوڅخه اکثره یې بېرته خوشي شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63942
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-05-16

د پکتیا امنیتي چارواکي وايي د پرون سهار له برمته شویو کسانو څخه یې اکثر بېرته راخوشې کړي دي. د دغه ولایت امنیه قومندان زلمي اوریاخیل ویلي د سیدکرم په بډم کنده سیمه کې پرون سهار وسله والو مخالفانو له دوولسو موټرو څخه سورلۍ ښکته کړې خو د دوی د هڅو په نتیجه کې اکثر دا کسان بېرته راخوشې شول. وسله والو طالبانو ویلي چې په برمته کړیو کسانو کې یې اته حکومتي چارواکي هم نیولي خو پاتې عام خلک به خوشي کړي. ویل شوي چې طالبانو شاوخوا پنځوس تنه، چې د هغو په منځ کې ښځې او ماشومان هم شامل ول، وتښتول.