په کابل پوهنتون چاودنې دوه استادان ټپیان کړل. د کورنیو چارو وزارت سرچینه وايي، دغه چاودنه نن ماښام اووه بجې او دېرش دقیقي شوې ده. دغه ماین د کابل پوهنتون د ساینس پوهنځي مخ ته چاودلی دی. په چاودنه کې ټپیان شوي کسان روغتون ته لېږدول شوي دي.
د کابل پوهنتون د استادانو چارو امر محمد امیر کامه وال وايي، په چاودنه کې د ځمکپوهنې پوهنځي یو استاد عبدالجلیل شګیوال او د دغه پوهنځي د لابراتوار یو تن غړی تپیان شوي دي.
استاد کامه وال وايي، د پېښې د یوه تن ټپي روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.
ددې پېښې مسوولیت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخېستی.