شنونکي: د والیانو په توګه د تکراري کسانو ټاکنه نظام ناکامۍ ته بیايي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63948
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-05-17

ځیني شنونکي وايي چې که حکومت بیا تکراري، فاسد او سرغړوونکي کسان د والیانو په توګه وګوماري د نظام د ناکامۍ بنسټ به کېږدي او خلک به نور هم له ځانه لرې کړي. دوی زیاتوي چې ولسمشر باید له ملت سره پر کړې ژمنه عمل وکړي او هغه کسان دې بیا نه ګوماري چې په نظام کې د درز اچولو لامل کېږي. د اجرايي ریاست مرستیال ویاند جاوېد فیصل پرون ويلي چې يو شمېر سرپرست واليان به يو ځل بيا د واليانو په توګه وټاکل شي. هغه زیاته کړې چې د قانون له پلوه د واليانو بيا ټاکل کومه ستونزه نه لري او که چېرې د حکومت مشران هوکړې ته ورسېږي نو يو ځل بيا به وټاکل شي. سرنوشت ورځپاڼې ته یو شمېر سرچینو ویلي چې تر ټولو زیات اختلاف د بلخ د والي عطامحمد نور پر سر دی چې اجرائیه رییس یې بیا هم د والي په توګه ګومارنه غواړي. سیاسي کارپوه محب الله شریف وايي، که بیا هم اوسني سرپرست او یا پخواني والیان د والیانو په توګه وګومارل شي، د خلکو او حکومت تر منځ به واټن نور هم زیات شي او پر امنیتي حالت به هم نېغ په نېغه منفي اغېزه وکړي. شریف سرنوشت ورځپاڼې ته وویل، کله چې د ملي یووالي حکومت په دوو برخو ووېشل شو، له خلکو سره دا وېره وه چې ګواکې هغه اساسي تغیرات به رانه شي چې دواړو مشرانو یې ژمنه کړې او که اوس بیا هم تکراري کسان د والیانو په توګه ګومارل کېږي نو حالت به تر اوسني هم خراب شي. دی وايي، د پخواني حکومت ګڼ شمېر والیان په نا اهلۍ، فساد او له ورانکارو سره په لاس لرلو تورن دي، نو که دوی په واک کې پاتې کېږي دا به د امنیت پر وړاندې لوی خنډ وي. شریف زیاتوي چې حکومت باید په دې برخه کې جدي و اوسي او خپل نیمګړی ثبات دې له منځه نه وړي. سیاسي کارپوه ولي الله شاهین وايي، د والیانو په توګه د تکراري څېرو ګومارنه په حقیقت کې د نظام د ناکامۍ بنسټ ایښودل دي. نوموړي سرنوشت ورځپاڼې ته وویل، د بلخ پر والي په ځلونو د نا اهلۍ، له حاکمیت نه د سرغړونې او ناقونونۍ تورونه لګېدلي او که حکومت یې بیا هم د والي په توګه ټاکي دا به په ډاګه شي چې نوی حکومت هم د پخواني په څېر قومي او ګوندي ارزښتونه پالي. دی زیاتوي چې مخکني والیان یو شمېر یې د نا اهلۍ له کبله له دندو ګوښه شول او یو شمېر نورو ته د چا زور نه رسېده؛ خو ولسمشر ژمنه کړې وه چې شاخدار والیان به له دندو ګوښه کوي. شاهین وايي، که ولسمشر خپله دغه ژمنه پلې نه کړي نو د ملي یووالي پر حکومت شته لږ باور به هم له منځه ولاړ شي او خلک به په بشپړ ډول ناهیلي شي. د ملي یووالي د حکومت له رامنځ ته کېدو نږدې اته میاشتې تېریږي؛ خو حکومت یوازې څلور ولایتونو کندوز، فراه، هرات او کندهار ته والیان ټاکلي او د پکتیکا لپاره ټاکل شوی والي یې بېرته له دندې ګوښه کړ. خو سیمه ییز ارګانونه بیا د حکومت دننه له شته یادو مسایلو ځان نا خبره بولي. د سیمه ییزو ارګانونو ادارې ویاند تواب غورځنګ سرنوشت ورځپانې ته پرته له اضافي معلوماتو وویل، په دې اړه چې ګواکې حکومت غواړي بېرته پخواني یا سرپرست والیان د والیانو په توګه وټاکي، معلومات نه لري. د ملي شورا غړو هم په بیا بیا له حکومته غوښتي چې ژر تر ژره په ولایتونو کې سرپرستي پای ته ورسوي او اهل کار والیان پر دنده وګوماري. د ولسي جرګې غړي پر دې باور دي چې د والیانو سرپرستي او د ملي دفاع وزیر نه شتون په نېغه د نا امنۍ لاملونه دي. د تېر کال د تلې په مياشت کې د نوي حکومت له رامنځته کېدو وروسته ولسمشر ټول واليان سرپرست اعلان کړل، خو تر اوسه پورې له کندوز، کندهار، هرات او فراه ولايتونو پرته نور ټول ولايتونه د سرپرستانو له لوري پر مخ وړل کېږي.