نن له غرمي مخکي شاوخوا يولس نيمي بجي د اروزګان د مرکز ترينکوټ د بازار د ګازو پر څلور لاره چاودنه سوي ده.
لومړني مالومات ښيي چې په دي چاودنه کې څلور تنه پوليس ټپيان سوي دي چې د يو تن روغتيايې حالت يې خراب دى.
د والي وياند دوست محمد ناياب وايې چې د چاودني هدف د امنيتي پوستي قومندان وو او دغه چوونکي توکي په يوه بايسکل کي ځاى پر ځاى سوي وه.
هغه وايي چې د پېښي پر مهال ملکي کسانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتي.
د چاودني مسووليت تر دې مهاله چا په غاړه نه دی اخستی .