د کندهار پوهنتون دپاره د رسنيو مرکز پرانستل سو .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63969
لودين
دخبریدو نیټه : 2015-05-19

په کندهار کې د دې ولايت د پوهنتون دپاره د رسنيو مرکز او جوړ او نن د لوړو زده کړو د وزارت له لوري پرانستل سو . چارواکي وايې چې په دې مرکز کې د ژورناليزم د پوهنځي د محصلينو دپاره د عملي کار زمينه برابره سوې ده . اوس يوازي راډيو دلته فعاليت پيلوي او وروسته د تلويزيون او مطبعې د فعاليت پلان هم جوړ سوی دی . د کندهار پوهنتون رييس ډاکټر حضرت مير توتاخيل په دې اړه جوړو سويو مراسمو ته وويل ، چې د دې مرکز له لاري به د ژورناليزم د پوهنځي محصلينو ته د عملي زده کړو زمينه برابريږي او د دې مرکز د رسنيو له لاري به د تعليمي پروګرامونو په وړاندي کولو سره ښوونکو ، زده کوونکو ، محصلينو او عامو خلکو ته معلومات وړاندي کيږي . د کندهار مرستيال والي عبدالعلي شمسي د لوړو زده کړو د وزارت څخه وغوښتل چې د پوهنتون پرمختګ ته پاملرنه وکړي ، د لوړو زده کړو د وزارت د بيارغوني مرستيال ډاکټر عبدالرحيم حسنيان يې په ځواب کې ښه لار د افغان دولت خودکفايي وبلل . دا مرکز د امريکا د متحده ايالاتو د خلکو په مالي لګښت جوړ سوی دی ، دا مهال د دې مرکز دپاره يوه ايف ايم راډيو فعاله کيدونکې ده او په راتلونکې کې د تلويزيون او مطبعي د فعاليت دپاره هم پر پلانونو کار روان دی .