په سعودي عربستان کې ځانمرګي برید ۳۰ تنه وژلي دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63999
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-05-22

په سعودي عربستان کې حکومتي سرچينې وايي د هېواد په ختيځ ولایت قطيف کې د شيعه مسلمانانو پر يوه جومات کې ځانمرګی بريد شوی دی. یوه عيني شاهد رويترز خبري اژانس ته ويلي چې د القعده کلي کې د امام علي په جومات کې زوروره چاودنه شوې ده. ده ويلي په دغه جومات کې شاوخوا ۱۵۰ کسان وو او د وژل شويو شمېر ۳۰ ته رسېدلی دی. خو تر اوسه په رسمي ډول د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويل شوي. تر اوسه کومې ډلې د دغه بريد پر غاړه نه ده اخيستې. د سعودي عربستان ختيځ ولایت قطيف ډېر زيات تيل لري او د اوسېدونکو لويه برخه يې شيعه مسلمانان دي.