د امریکا د مشرانو جرګې د وسله والو خدماتو د کمېټې مشر له پنټاګون څخه په افغانستان کې د ۳۶ میلیونه ډالرو د ضایع کېدو په اړه وضاحت غوښتی دی. سناتور جان مکین په یوه لیک کې د دفاع وزارت سرپرست ته ویلي چې په افغانستان کې د یوې پوځي اډې پر جوړېدو د ۳۶ میلیونه ډالرو د ضایع کېدو په اړه توضیح ورکړي. مکین ویلي د ده په ګډون د سنا ټولو غړو ته څرګنده نه ده چې پنټاګون ولې د داسې یوه پوځي مرکز پر جوړولو ۳۶ میلیونه ډالر لګولي چې نه امریکايي ځواکونو ترې ګټه پورته کړې او نه هم افغان حکومت.