ناياب: په تېرو ۴ ورځو کې ۱۸۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64001
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-05-22

ځايي چارواکي وايي په اروزګان ١٦٧ وسلوالو مخالفينو، ۱۴ امنيتي ځواکونو او٧ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د اروزګان ولايت وياند دوست محمد ناياب وايي دغه مرګ ژوبله له څلورو ورځو راهيسې په مرکز ترينکوټ او خاص اروزګان، چارچينو، دهراود او چنارتو ولسواليو کې د وسلوالو مخالفينو او دولتي ځواکونو تر منځ په نښتو کې اوښتې ده. ده وويل چې په مرکز ترينکوټ کې اته تنه وسلوال طالبان وژل شوي او ۱۲ ټپيان دي، د خاص ارزګان په ولسوالۍ کې ۹۳ تنه وسلوال طالبان وژل شوي او ۱۸ ټپيان دي او د چارچينو په ولسوالۍ کې د ملاشکيب په نوم د وسله والو طالبانو د يو قوماندان په ګډون نهه تنه طالبان وژل شوي او اوه نور ټپيان دي. دغه راز هغه وايي چې د دهراود په ولسوالۍ کې ۱۱ وسلوال طالبان وژل شوي او د چنارتو په ولسوالۍ کې هم نهه تنه وسلوال طالبان وژل شوي او نهه نور ټپيان دي. هغه وويل چې د دې عملياتو پر مهال د افغان ګډو ځواکونو ٧ سرتېرې وژل شوي او درې ملکي وګړي وژل شوي.