د فاریاب په قیصار ولسوالۍ کې د یوه پولیس مېرمنې د خپل خاوند د وژل کېدو د خبر تر اورېدو وروسته ځان وژلی دی. د قیصار ولسوال وايي چې دغه پولیس پرون د چیچکتو په سیمه کې د ماین په چاودنه کې وژل شوی و. عبدالجمیل صدیقي وايي کله یې چې مېرمن له وژل کېدو خبره شوه ځان یې پر تفنګچه ویشتلی او وژلی دی. ویل کېږي چې دوی دواړو یو کوچنی زوی هم پاتې شوی دی.