روزګان: د شهيد حساس ولسوال بمي چاودنه کي ووژل سو.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64005
لودين
دخبریدو نیټه : 2015-05-23

د روزګان د سېمه ايېزي ادارې وياند دوست محمد ناياب وايې، چې ددغه ولايت د شهيد حساس ولسوال محمد اسماعيل خان د ماين په چاودنه کې وژل سوی دی . دغه پېښه نن سهار اته بجې د شهيد حساس په شاه مشهد سېمه کې هغه مهال رامنځته سو ه،چې ولسوال د کور څخه دولسوالۍ پر لور روان ‌ؤ. د ولايتي ادارې وياند ناياب وايې ،چې په دغه پېښه کې يو بل کس هم ټپي سوې ،چې دده په په وينا روغتون کې تر درملني لاندي دئ. دغه پېښه پر داسي مهال رامنځته کيږي ، چي لسګونو وسلوالو دوې ورځي وړاندي ددغه ولسوالۍ پر يوشمېر امنيتي پوستو ‌‌‌‌‌‌ډليز بريدونه کړي وه . تر دې د مه وسلوالو ‌‌‌‌‌‌ډلو د دغه پېښي په اړه څه نه دي ويلي .