د اروزګان د سرپرست والي وياند دوست محمد ناياب وايي، چاودنه نن سهار شاوخوا اته بجې شوې ده. هغه زياتوي د چارچينو ولسوال حاجي محمد اسماعيل حقيار له کوره د ولسوالۍ پر لور روان و چې په لاره کې پرې د ماين چاودنه شوې ده. د نوموړي په وينا، په دې پېښه کې ولسوال وژل شوى او يو بل ملګرى يې ټپي دى.