د د هراوود ولسوالۍ اوسېدونکي وایي وسله وال د ولسوالۍ تر بازاره رارسېدلي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64007
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-05-23

ځايي اوسېدونکي وايي چې وسله وال د هراوود ولسوالۍ بازار ته رسېدلي، خو دولتي چارواکي بيا وايي چې ځواکونو يې له ځينو پوستو تکتيکي شاتګ کړى دى. له تېرو څلورو ورځو راهيسې سلګونو وسله والو د اروزګان پر بېلابېلو ولسواليو بريدونه پيل کړي دي. پرون ځايي چارواکو ويلي وو چې په دغو بريدونو کې نږدې ١٧٠ وسله والو مخالفينو، ١٤ امنيتي سرتېرو او ٧ ملکي وګړي ته مرګ ژوبله اوښتې ده. بلخوا د دهراوود ولسوالۍ اوسېدونکي او د ولايتي شورا پخوانى رييس وايي چې وسله وال مخالفين د ولسوالۍ بازار ته رسېدلي دي.