په خپل منځي شخړه کې درې محلي پوليس ووژل سول .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64024
اداره .
دخبریدو نیټه : 2015-05-25

د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې د محلي پوليسو تر منځ د خپل منخي شخړي له امله درې محلي پوليس ووژل سول او څلور نور وتښتيدل . پيښه نن سهار وختي څلور بجې د دې ولسوالۍ د ( ګلو جان کلا ) په سيمه کې د يوې امنتي پوستې د محلي پوليسو تر منځ د شخړي وروسته د وسله والي جګړې له امله رامنځ ته سول . د کندهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر د پيښي پخلی کوي او وايې چې په پيښه کې درې محلي پوليس وژل سوي او څلور هغه کسان چې خپل ملګري يې وژلي په تيښته بريالي سوي دي . د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو دفتر وايې ، چې د شخړي د رامنځ ته کيدو علت تر اوسه نه دی معلوم سوی ، خو پوليسو يې په اړه جدي پلټني پيل کړي دي . نوموړی په دې پيښه کې د وسله والو مخالفينو لاس در لودل ردوي .