په کندهار کې د سړک د غاړي ماين چاودني شپږ تنه ملکي کسان وژلي دي.
دا پېښه ٢٥ د مى دوشنبه ماښام اته بجي او لس دقيقي په د کندهار په شاولي کوټ ولسوالۍ کې رامنځته سوي ده.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک وايې چې د سړک د غاړي ماين د ملکي کسانو پر موټر چاودنه وکړه او په ترڅ کې يې شپږ تنه ملکي کسان وژل سوي دي.
هغه وايې چې د پېښي دقيق ځاى د نيکه شيله سيمه ده او د ملکي کسانو موټر پر ملاين ور برابر سو.
تر اوسه پوري ددي پېښي پړه کومي ډلي نه د منلي.