په کندهار ښار کې دوو وسله والو بريدګرو د ښوونکو د روزني د عالي موسسي د ودانۍ څخه په ګټه اخستني د کندهار ښار په څلورمه امنتي حوزه کې پر پوليسو باندي اتلس ساعته جګړه وکړل .
نښته چي تير ماښام اته بجې پيل سوي وه نن ماپښين دوې بجې پای ته ورسيدل .
د جګړې پر مهال دوه بريدګر ، يوه ملکي ميرمن او يو پوليس ووژل سول او درې پوليس تپيان سول .
سيمه همدومره وخت کلابنده وه ، چې پر مهال يې افغان امنتي ځواکونه د وسله والو او ځانمرګو بريدو په له منځه وړلو بوخت وه .
ماپښين دوې بجې نښته پای ته ورسيدل او د جګړې سيمه چې د يادي موسسې انګړ وو خبريالانو ته وښودل سول .
د پوليسو د امنيت امر مل پاسوال رحمت الله اطرافي په سيمه کې د خبريالانو سره په خبرو کې د جګړې مرګ ژوبله اووه تنه وښودل چې دوه وژل سوي يې بريدګر ، يوه ملکي ښځه او يو پوليس دي او درې نور ملي پوليس ټپيان دي .
په دې جګړه کې د ښوونکو د روزني د عالي موسسې ودانۍ ته هم زيان رسيدلی دی ، پوليسو د شپي د جګړې سره سم د موسسې ليليه محصلين خوندي ځايونو ته رسولي دي ، امنتي چارواکي وايې چې د نښتي د اوږديدو لامل د زياتي مرګ ژوبلي مخنيوی وو او دوی له بريالي نظامي تکتيک څخه کار اخستی دی .
د بريد مسووليت وسله والو طالبانو په غاړه اخستی دی ، طالب وياند قاري يوسف احمدي وايې چې په دې بريد کې يې زياتو امنتي سرتيرو ته مرګ ژوبله اړولې ده .