د هېواد اوسنيو حالاتو ته په کتو سره، سمه او سيده خبره دا ده چې، هېواد ورځ تر بلې د بحران خواته روان دی.
اوسنيو امنيتي حالاتو ته په پام سره په ارګ کې د ولسمشر او اجرايه مشر ترمنځ ستونزې هغه څه دي چې؛ اوسنی حالات ورځ تر بلې خرابيږي، بېکاري، اداري فساد او د مسؤليت نه احساس يې ډېر کړی دی.
ولسي خلک له ډول ډول ستونزو سره مخ دي، سخت اندېښمن دي، ورځ په ورځ د خلکو مايوسي او ناهيلي ډېريږي، ځکه حالات داسې دي.
تېره شپه د هلمند د بېړنيو پېښو روغتون (ايمرجنسي)) ته د ولايتي شورا د مشر سره يو ځای ورغلم، د ټپيانو حالت مو له نږدې وکاته، نوکريوال ډاکټر څخه مې وپوښتل چې نن څو زخميان درته راوړل سوي دي، هغه راته د ۲۷ کسانو يادونه وکړه. په دې زخميانو کې تنکي تنکي ماشومان هم شامل و.
يو تنکي ماشوم ته ودرېدم او د حال پوښتنه مې ترې وکړه، ماشوم چې تازه له عمليات خونې راويستل سوی و، په تنکۍ ژبه خو په وچو شونډو يې راته وويل، اوبه راکړه!
ما نوکريوال ډاکټر ته وويل: ماشوم ته اوبه ورکړئ، هغه وويل په داسې حالاتو کې اوبه نه ورکوو.
د زړه له درده مې د افغانستان هغه مشرانو ته له ځان سره ښېرا وکړه چې، هغوی د غلطو سياستونو له امله په دې وطن کې جګړې ته زمينه برابر سوې ده او کلي په کلي او کور په کور جنګ دی.
ددې هېواد اوسنۍ اوضاع داسې جوړه سوې ده چې، خلک هره ورځ له نا امنۍ سر ټکوي. او زموږ د هېواد د ولسونو تر ټولو لوی ارمان دوامداره سوله او ارامي ده.
افغانستان کله کله له تاريخي او حساسو شېبو څخه تېريږي، د ملي وحدت د حکومت مشران په دې شېبو کې ډېر دروند او ستر مسؤليت لري ترڅو افغانستان وژغوري، د ملي يووالي حکومت په داسې وخت کې منځ ته راغی، چې د افغانستان امنيتي چارې افغان حکومت ته ورپه غاړه وې، دا ډېره مهمه وه، په داسې يو حالات کې چې د هېواد په ډېرو سيمو کې د نا امنۍ څادر خور و، افغانانو پخپله په داسې حال کې د خپل هېواد د ساتلو مسؤليت واخيست، چې په هېواد کې په پراخه کچه فساد شتون درلود.
اوس خبره دا ده چې؛ ستونزې او مشکلات ډېر څرګند دي او ددې څخه د خلاصون لاره په څه کې ده؟ او پر دې هم بايد خبره وکړو چې د موجوده نظام بديل هم نه لرو، نو ددې لپاره لازم تصميونه بايد ونيول سي چې په ارګ پورې اړه لري.
د ارګ واکدارانو ته پکار ده چې؛ د تېر نظام څخه په ميراث راپاتې پراخ فساد په وړاندې جدي مبارزه وکړي، بېلابېلې طرحې جوړې کړي، داسې طرحې او پلانونه چې وکولی سي د فساد رېښې وکاږي.
دا مشران بايد د ډېرو کوچنيو موضوعاتو څخه تېر سي، د قدرت پر وېش فکر ونه کړي، بلکل خپل ټول فکر دې پر هېواد جوړونه وکړي.
د اوسنيو تاريخي شېبو په وړاندې چې افغانستان په تاريخ کې د يو ولسمشر څخه واک بل ولسمشر ته په سوله ييز ډول وسپارل سو، امنيتي مسؤليت افغانانو ته وسپارل سو.
په هېواد کې لا هم جګړه لرو، اوس نو د دې مهارول، افغانستان ژغورل، د دې مشرانو په مدبرانه سياست پورې اړه لري.
د ګډ حکومت مشران بايد خپل دې دروند مسؤليت ته په ساده ډول ونه ګوري، ډېر وار مې له خلکو اورېدلي دي کله چې په هېواد کې د ستونزو او نا امنيو خبره کيږي، خلک وايي چې دواړه ډاکټر صاحبان په خپلو منځو کې په واک نه سره جوړيږي، د خلکو د دې خبرې ځواب دغه مشرانو په خپل منځ کې ګډ تفاهم او ګډ کار دی.
هره ليکنه کې مو د ملي يووالي د حکومت له مشرانو غوښتنه کړې ده او وړانديز مو کړی دی، چې ټوله ستونزه او په هېواد کې دغه لوی ناورين او بحران د دوی ترمنځ کوچنيو اختلافاتو جوړ کړی دی، په يو جزي خبره د دوی خبرې دومره وغځيږي چې له امله يې يو لوی او مهم وزارت اته مياشتې بې وزيره وي، د دوی کوچنيو او جزي اختلافاتو له امله اوس هم په ډېرو ولايتونو کې سرپرست واليان مقرر دی، خپل حکومتونه يې اعلان کړي دي، څه چې يې خوښه وي کوي يې، اوس فکر نه کووم که نوي واليان هم کار ته زړه ښه کړي، ځکه تېر سرپرست واليان د دوی لپاره تجربه سوه، که هر ډول و خو مياشتې مياشتې پر خپلو څوکيو کښېناستل، د فساد په اړه يې خلکو چغې ووهلې خو د ارګ واکدارانو هيڅ غوږ پرې ونه ګراوه.
تر ټولو مهمه خبره د ولسمشر او اجرايه مشر يووالی، په هره کار کې همږغي او د دوی تفاهم دی، چې کولی سي، دا هېواد له روان بحران وباسي. که د دوی اختلافات همداسې روان و، نو حالات به مو ورسره همداسې روان وي، د مختګ پر ځای به شاتګ وي.