پاکستان ته د ولسمشر غني لیک

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64061
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-05-30

ولسمشر اشرف غني په يوه ليک کې له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د افغان طالبانو پر وړاندې جدي اقدامات وکړي. د حکومت ته يوې نږدې سرچينې ویلي چې ولسمشر دغه ليک په دې وروستيو کې د پاکستان لوړو چارواکو په نوم لېږلی دی. سرچینې ویلي چې ولسمشر غني پاکستان ته اته ماده ييز ليک استولی دی. د سرچينې د معلوماتو له مخې، ولسمشر په دې ليک کې پاکستان ته درې اونۍ وخت ورکړی، چې که غواړي په سيمه کې د سولې او امنيت لپاره رښتينې همکاري وکړي، نو يادې اته مادې بايد عملي کړي. د حکومت دغه سرچينه وايي، په ياد ليک کې ولسمشر غني له پاکستان څخه غوښتي، چې د افغان طالبانو لوړپوړي مشران په خپلو کورونو کې بند کړي او د ګرځېدو اجازه ورنه کړي. دغه راز ولسمشر په دې ليک کې غوښتنه کړې، چې پاکستان دې د حقاني شبکې پر وړاندې جدي اقدامات او عمليات ترسره کړي. د ولسمشر په ليک کې راغلي، چې پاکستان دې په خپله خاوره کې د افغان طالبانو ټول پټنځايونه له منځه يوسي او په دغه هېواد کې د ټپي افغان طالبانو درملنه دې هم نه کوي. ولسمشر په ليک کې له پاکستان دا هم غوښتي، چې د افغان طالبانو له خوا د (عزم) تر نامه لاندې پيل شوي پسرلني عمليات د يوې اعلاميې په خپرولو سره وغندي.