د بهرنیو ځواکونو په شتون کې د نشه یي توکو تولید ۵۰ سلنه زیات شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64062
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-05-30

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د حضور له پیله تر اوسه د نشه یي توکو تولید ۵۰ چنده شوی دی. له نشه یي توکو سره د مبارزې لپاره د روسیې د فدرالي ادارې مشر ویلي چې په افغانستان کې د کوکنارو کر په بې سار ډول زیات شوی او د دغه بوټي کروندې ۲۲۴ زره هکتارو ته رسېدلې دي. ویکتور اېوانووف ویلي که نړیوال ټولنه خپل لیدلوری بدل نه کړي په افغانستان کې د نشه یي توکو تولید به نور هم ډېر شي.