د ملي امنیت ځواکونو په پکتیکا کې ۱۶ ټنه چاودېدونکي توکي نیولي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64063
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-05-30

د ملي امنیت عمومي ریاست وايي ۱۶ ټنه چاودېدونکي توکي یې نیولي چې وسله والو غوښتل په کابل کې په ترهګریزو بریدونو کې ترې ګټه پورته کړي. د ملي امنیت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د حقاني شبکې دغه توکي د لرګیو په یوه لاری کې ځای پر ځای کړي وو. سرچینه وايي چې دغه چاودېدونکي توکي یې په پکتیکا کې نیولي دي. د امنیت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه توکي له وزیرستان څخه د پکتیکا ولایت ارګون ولسوالۍ ته لېږدول شوي وو او غوښتل یې چې کابل ته یې ولېږدوي.