ولسمشر اشرف غني د افغان ښځوو شبکې له غړو سره په لېدنه کې ټينګار کړی چې د ښځو حقونه به د سولې قرباني نه شي. د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې لېدنه کې د افغان ښځو شبکې غړو، د هېواد په کابينه کې د ښځو د ګډون پر زياتوالي او د فرخندې په قضيه کې د ولسمشر له قاطعيت څخه مننه وکړه. په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني په دې لیدنه کې ژمنه کړې چې د سترې محکمې د عالي شورا د غړې په توګه به يوه ښځه معرفي کړي.