د تيرو دوو اونيو راهيسي د ارزګان ولايت درې ولسوالۍ د سختو امنتي تهديدونو سره مخ دي او سلګونو وسله والو پر امنتي پوستو بريدونه روان ساتلي دي ، خو اوس هلته تازه دمه عمليات پيل سوي دي .
سيمه ايز مشران جګړه سخته بولي او وایې چې له امله يې ملکي کسانو ته سخت مالي او ځاني زيانونه اوښتي دي .
جګړي د دې ولايت په خاص ارزګان ، دهراوود او چهارچينو ولسواليو کي دوام لري او د بهرنيو وګړو په ګډون سلګونه وسله والو پر امنتي پوستو بريدونه روان ساتلي دي .
د جګړو له سيمو را رسيدلي راپورونه وايې ، چې په يو شمير سيمو کي امنتي سرتيري شاه تګ ته اړ سوي دي او پوستي يې وسله والو طالبانو ته پرې ايښي دي .
د ارزګان د ولايتي شورا پخوانی رييس او قومي مشر امان الله هوتکي هم وايې ، چې هلته د دولت وسله والو مخالفينو پرمختګ کړی دی او ورځ تر بلي د جګړې ساحه پراخيږي .
نوموړی وايې دا مهال خاص ارزګان ، دهراوود او چهارچينو ولسوالۍ سختي جګړې لري چې کابو کول يې د سيمه ايزي ادارې د وسه وتلی کار دی .
نوموړی وايې ، د جګړې په سيمو کې ولسي وګړي هم د سختو ستونزو سره مخ دي ، چې تر دې مهاله يې يو شمير کسان وژل سوي هم دي .
په وينا يې ، چې د ژوند اسانتياوي هلته له منځه تللي دي او دولت ورته په توجه کې پاته راغلی دی .
خو سيمه ايز مسوولين روان حالت زيات خطرناک نه بولي .
دا مهال د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق هم ارزګان ته تللی دی او هڅه کوي چې هلته وسله وال وځپي او جګړه پای ته ورسوي .
د ارزګان د سرپرست والي وياند دوست محمد ناياب وايې ، چې وسله وال مخالفين د ليري نه پر امنتي پوستو بريدونه کوي او په وينا يې چې په راتلونکو نژدې ورځو کې به جګړه کابو سي ، د هغه په ټکو چي دا مهال پراخ عمليات پيل سوي دي او وسله والو مخالفين د ځپلو په حال کي دي .
د ارزګان ولسي مشران د ارزګان ولايتي ادارې او د پوليسو تجهيز ته د مرکزي دولت نه توجه هم لويه ستونزه بولي ، خو د ولايتي ادارې وياند وايې چې دا مهال د مرکزي دولت توجه زياته سوې ده او د امکاناتو په پوره کولو هم بوخت دي .
د ارزګان چارواکي په روانو جګړو کې تر مهاله د ۲۷۰ تنو وسله والو د وژلو څخه خبر ورکوي او وايې چې په جګړه مارو او وژل سويو وسله والو کې بهرني اتباع هم شامل دي .
ولايتي اداره تر دې مهاله دووه ويشت امنتي سرتيرو او نهو لسي وګړو ته د مرګ ژوبلي د اوښتلو پخلی هم کوي .
ارزکان ته تيره اونۍ نوی امنيه قوماندان هم وټاکل سو او پخوانی قوماندان مطيع الله خان په کابل کې په مرموز ډول ووژل سو .د مطيع الله خان تر وژل کيدو وروسته ارزګان خورا نارامه سوی دی او دوې اونۍ مخکي يې بل سرپرست امنيه قوماندان ګلاب خان هم ووژل سو .