د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې پر امنیه قوماندانۍ ډله ییز برید پای ته رسېدلی دی. یوه ډوله ځانمرګو تېره شپه شاوخوا ۱۱ بجې د قوماندانۍ په مخکې تر چاودنې وروسته پر قوماندانۍ برید پیل کړی و. ویل کېږي چې دغه برید د ټولو ځانمرګو په وژل کېدو سره پای ته رسېدلی دی. د راپورونو له مخې په برید کې پنځه پولیس او پنځه ماشومان ټپيان شوي دي.