د قطر حکومت د ګوانټانامو له زندانه پر خلاص شویو طالب مشرانو بندیز تمدید کړی دی. د اسوشیټېډپرېس خبري اژانس د راپور له مخې امریکايي چارواکو ویلي چې دغه بندیز به د یوې اوږمهالې دیپلوماتیکې حل لارې تر بشپړېدو پورې پر ځای وي. د طالبانو پنځه مشران د تېر کال په مې میاشت کې د امریکايي عسکر بو برګډال په بدل کې له ګوانټانامو قطر ته ولېږدول شول، خو پر دوی د سفر یو کلن بندیز ولګېد چې نن پای ته رسېږی. د امریکايي چارواکو د معلوماتو له مخې قطري چارواکو د شپږو میاشتو لپاره د دغه بندیز له تمدید سره هوکړه کړې ده او امریکايي لوري ته یې ډاډ ورکړی چې دغه کسان به د امریکا امنیت ته ګواښ نه پېښوي.