افغان پوليس وايي په باميانو کې يې د داعش يو سرګروپ نيولی دی. د چارواکو په وينا نوموړی تازه له داعش ډلې سره يو ځای شوی و او د دغې ډلې له لوري په باميانو، دايکندي او غور ولايتونو کې د عملياتو مسوول و. د پوليسو قوماندان خدايار قدسي خبريالانو ته ويلي ابراهيم فکوري، چې په (شوخک) مشهور و او د ده په خبره له څو ترهګرو شبکو سره يې اړيکي لرل نيول شوی دی. دی وايي ابراهيم فکوري غوښتل، د سويلي اسيا د سيمه ييزې همکارۍ سازمان سارک له لوري د فرهنګي مرکز په توګه د بامیانو د نومونې جشن ګډوډ کړي.