په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان وايي چې افغان امنیتي ځواکونو په وروستیو کې له خپلو وسله والو مخالفانو سره په جګړه کې فوق العاده وړتیا او مهارت ښکاره کړ. جنرال جان کمبل له اجرايي ريیس عبدالله عبدالله سره په کتنه کې په شمال او جنوب کې د افغان امنیتي ځواکونو عملیاتو ته په اشارې ویلي:«افغان ځواکونه په یوازې توګه د هیواد په ګوټ ګوټ کې مخالفان ځپي او وروستي عملیات یې د فوق العاده وړتیاوو ښکاره مثالونه دي.» ده دا هم وویل چې دوی په تربیوي او مشورتي برخو کې د افغان ځواکونو ترڅنګ خپل ماموریت ته دوام ورکوي او باور لري چي افغان ځواکونه د مخالفانو د ځپلو وس لري.