سعودي عربستان ایران تورن کړی چې په سیمه کې لاسوهنه کوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64095
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-05-31

د عربستان د بهرنيو چارو وزير عادل الجبير ايران په سيمه کې په لاسوهنه تورن کړی او وايي هېواد به يې په اړه پټه خوله نه پاتې کېږي. ښاغلي جبير قاهرې ته د سفر پر مهال مصري چارواکو ته ويلي "ايران يوازينی هېواد دی چې د منځني ختيځ په چارو کې لاسوهنه کوي". په دې خبرو کې ده ايران د ترهګرۍ پر ملاتړ تورن کړ. جبير نژدې يوه مياشت وړاندې د سعودي په کابينه کې له لويو بدلونو وروسته د بهرنيو چارو د وزير په توګه ونومول شو. په تېرو څو مياشتو کې د ايران او سعودي ترمنځ د يمن د کړکېچ له کبله اړيکې خرابې شوې دي. سعودي وايي ايران په يمن کې له شيعه حوثي ياغيانو سره مرسته او ددغه هېوا په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي.