له چاپخونو د حکومت تر وس پورته غوښتنه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64096
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-05-31

د پوهنې وزارت غواړي چې د سږني ښوونیز کال لپاره شاوخوا دوه میلیونه ټوکه کتابونه د شلو ورځو په موده کې پر کورنیو مطبعو چاپ کړي، خو دغه مطبعې دومره وړتیا نه لري چې دغه شمېر کتابونه په شلو ورځو کې چمتو کړي. د پوهنې وزارت وايي، سږ کال د شاوخوا اووه میلیونه درسي کتابونو له کمښت سره مخ دي چې له دې ډلې دوه میلیونه باید د یوې میاشتې په ترڅ کې چاپ او زده کوونکو ته ووېشل شي. د دغه وزارت د نشراتو رییس محمد کبیر حقمل وايي، چې د پوهنې وزارت د اړتیا وړ درسي کتابونو د چاپ په برخه کې په هند او ویتنام کې له یو شمېر کمپنیو سره قراردادونه شوي دي. خو حقمل وايي چې د دې کتابونو چاپ وخت ته اړتیا لري، له همدې امله د پوهنې وزارت او د جمهوري ریاست مقام وپتېیله چې په عاجل ډول د اووه میلیونو ټوکو کتابونو د چاپ لپاره باید د کورنیو مطبعو له ظرفیتونو ګټه واخیستل شي. نوموړي زیاته کړه، افغاني مطبعې د دې وړتیا نه لري چې دغه اووه میلیونه کتابونه د یوې میاشتې په ترڅ کې چاپ کړي. هغه همیانۍ ورځپاڼې ته وویل، چې د پوهنې وزارت به د کورنیو مطبعو وړتیا ته په کتو له هغوی سره قرارداد وکړي او په شلو ورځو کې دوه میلیونه کتابونه باید چاپ کړي. دی وايي، چې د دوو میلیونو کتابونو تر چاپ وروسته د پاتې کتابونو د چاپ لړۍ هم روانه وي. افغان صنعتکاران د حکومت دغه ګام ستايي چې په لومړي ځل یې د درسي کتابونو د چاپ لپاره کورنۍ مطبعې غوره کړې، خو پر دې نیوکه کوي چې د دې کتابونو د چاپ لپاره یې شل ورځې وخت ورکړی دی. په کابل کې د شمشاد مطبعې مسوول محمد نظیف هاشمي د حکومت له دغه ګام څخه هرکلی وکړ او دا یې په هېواد کې د چاپي صنعت د ودې لپاره مهم وباله. خو نوموړی وايي چې افغان مطبعې دومره امکانات نه لري چې دغه کتابونه په لنډ وخت کې چاپ کړي. هغه زیاته کړه، چې له یوې خوا په بازار کې دومره کاغذ نه پیدا کېږي او له بلې خوا دوی ته مخکني کارونه هم ورپاتې چې باید ترسره یې کړي. هاشمي په شلو ورځو کې د دوو میلیونو درسي کتابونو چاپ ستونزمن کار وباله او ویې ویل چې د ټولو اووه میلیونو کتابونو د چاپ لپاره لږ تر لږه څلور میاشتې وخت ته اړتیا ده. هغه وویل که حکومت څلور میاشتې وخت ورکړي، نو افغاني مطبعې تر اووه میلیونو هم ډېر کتابونه په ښه کیفیت سره چاپولی شي. د پوهنې وزارت د نشراتو رییس د هغو کتابونو د قیمت او کیفیت په اړه چې د کورنیو چاپخونو له خوا چاپېږي، وویل چې په داخل کې چاپېدونکي کتابونه په بهر کې له چاپېدونکو هغو سره د پرتلې وړ نه دي، خو حکومت غواړي چې د چاپ په صنعت کې د پر ځای بساینې لپاره دغه ریسک پر ځان ومني. هغه وویل د دې لپاره چې د کورنیو تولیداتو ملاتړ وشي، نو د تدارکاراتو د قانون له مخې به حکومت په قراردادونو کې د بهرنیو کمپنیو په پرتله کورنيو کمپنیو ته پنځلس سلنه امتیاز مني. د حقمل په وینا، لسګونه افغان مطبعې د دې قرارداد لپاره حاضرې شوې او قرارداد به په دې شرط ورکوي چې د بهرنیو کمپنیو په پرتله یې نرخونه باید له پنځلس سلنې لوړ نه وي. د افغانستان د اړتیا وړ چاپي مواد په بهر کې په ځانګړې توګه په پاکستان کې چاپېږي چې له دې درکه هر کال په میلیونو ډالر بهر ته وځي. حکومت په تېرو څو کلونو کې په داخل کې د چاپ صنعت د هڅونې او ملاتړ لپاره هڅه نه ده کړې. په افغانستان کې د چاپخونو یو شمېر مالکین شکایت کوي چې د ځمکې او برېښنا د نشتون او پر خامو موادو د لوړ ګمرکي محصول له امله نه شي کولی چې په دې سکتور کې پانګونه وکړي.