د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي چې يوه مياشت مخکي يې په کندهار کې په خپله دنده پيل کړی دی خبر ورکوي ، چې د دولتي ادارو د نظارت جدي پړاو يې پيل کړی دی او هغه کسان چې اداري او مالي فساد يې تر سره کړی وي او يا هم وظيفوي غفلت کوي د قانون منګولو ته سپاري . ښاغلی عزيزي وايې چې کندهار د زياتو ستونزو سره مخ دی او جدي کار ته اړنيا لري . کندهار بريښنا نه لري ، د پوهني بهير يې نه يوازي چې بې کيفيته دی په فساد کي هم غرق ښکاري ، له لسو تنو يې اووه بيکاره دي ، په دولتي ادارو کي اداري او مالي فساد هم تر ډيره د خلکو ژوند د ستونزو سره مخ کړی دی او خلک يې پر دولت بې باوره کړي دي ، داسي نوري لويي ستونزي هغه څه دي چې د نوي والي په مخ کي پرتي دي ، لويه انديښنه دا ده چې د نړيوالو مرستو دريدل او د مرکزي ادارې له لوري کندهار ته د بوديجې نه ورکول به حالت نور هم کړکيچن کړي . د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي وايې ، چې د دې ستونزو د حل دپاره قاطع پلانونه تر لاس لاندي لري ، خو دا مهال يې لمړيتوب د دولتي په ځانګړي ډول د عايداتي ادارو څارني او ارزوني ته ورکړی دی . هغه دا څرګندوني زموږ د خبريال سره په يوه ځانګړې مرکه کي کړي دي . نوموړي د کندهار حکومتداري زياته کمزورې وبلل او زياته يې کړل ، چې ټينګ کار ته اړتيا لري . د ډاکټر همايون عزيزي له نوي پيل سوي کاره بريښي ، چې د اداري او مالي فساد وړاندي يې جدي مبارزه پيل کړې ده ، نوموړی وايې د عدلي او قضايي ارګانونو په ګډون يې په ټولو دولتي ادارو کې د فساد مخنيوي په اړه اقدامات دوام لري . هغه خبر ورکړ ، چي دلته به د هر هغه کار په اړه پلټنه کوي چي د کندهار د خلکو په نوم تر سره سوی دی ، خو ګټه يي او امتياز يي شخصي جيبونو ته تللی دی . تر دې مهاله د کندهار مرستيال والي د کندهار د فوټبال فدراسيون مشر او کندهار والي د کندهار د ابولو رسولو رييس او درې مامورين د مالي فساد په تور څارنوالي ته ور پيژندلي دي . والي زياتوي چې د بريښنا د سمون ، د پوهني د بهير د ښه کيدو ، خلکو ته د کار د پيدا کيدو او په دولتي حکومتداري کي د لازم سمون دپاره به هيڅ راز امکانات دريغ نه کړي ، خو له خلکو غواړي چې د دولت سره همکاره پاته سي او په دې برخه کې ورسره لازمه مرسته وکړي .