د کندهار امنتي مسوولينو د کندهار په غورک ولسوالۍ کي د ځانګړو عملياتو پر مهال شپيتو وسله والو ته د مرګ ژوبلي د اوښتلو خبر ورکړ .
د کندهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر وايې ، چي تيره ورځ افغان امنتي ځواکونو د غورک ولسوالۍ د کلا ماشاه ، سرخ اباد او اينځر کلا په سيمو کي چاڼيز عمليات کړي دي چي پر مهال يي ۲۵ وسله وال وژل سوي او ۴۵ نور ټپيان دي .
مطبوعاتي دفتر په دې ولسوالۍ کي د دوو پوليسو د ټپي کيدو ، د دوو ملکي وګړو د وژل کيدو او يوه د ټپي کيدو خبر هم ورکړ .
بلخوا پوليسو د کندهار په پنجوايې ولسوالۍ د چاوديدونکو د يوه موټرسيکل نيولی او په دې سره يي د يوي چاودني مخه نيولې ده .
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي .