په عراق کې د ځانمرګي برید له امله ۴۵ پولیس وژل شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64099
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-06-01

د عراق په انبار ولایت کې د داعش له لوري په شوي ځانمرګي برید کې ۴۵ پولیس وژل شوي. ځانمرګي بریدګرو چاودېدونکي توکي په دریو موټرو کې ځای پر ځای کړي وو او په تارتر سیمه کې یې د پولیسو یوه مرکز ته نژدې پر عمومي سرک درولي و. دغه سیمه د فلوجا او سمارا ښارونه سره تړي. د عراق حکومت ویلي په وژل شویو کسانو کې د پولیسو ځینې لوړپوړي افسران هم شامل دي. په دغه چاودنه کې ۳۳ کسان ټپیان هم دي. په ټپیانو کې لوړپوړی افسر موسا حیدر هم شامل دی.