د چین په سویل کې د توفان له کبله د یوه بېړۍ چې ۴۵۰ تنه په کې سپاره وو غرقه شوې ده. د چین د رسمي خبري اژانس د راپور له مخې مرستندویه ډلې توانېدلې چې د غرقېدو سیمه مشخصه کړي، ځکه له دې سیمې د خلکو غږونه اورېدل شوي دي. تر اوسه د بېړۍ اته سپرلۍ چې سیلانیان دي ژغورل شوي او د نورو د ژغورنې هڅې هم روانې دي. ویل کېږي چې د چین لومړی وزیر د وضعیت د سمون لپاره هوبي ولایت ته تللی دی.