ولسمشر غني د اېټالیا له لومړي وزیر سره کتلي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64102
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-06-01

ولسمشر اشرف غني وايي افغانستان غواړي چې د سیمې او نړۍ د ثبات، رفا او همکارۍ پر مرکز بدل شي. نوموړي د اېټالیا له لوموړي وزیر سره په کتنه کې ویلي چې د افغانستان د دې غوښتنې پر وړاندې ترهګري او نظامونو ترمنځ د همکاری رد یو ګواښ دی. ولسمشر ویلي د دې لپاره چې د سیمې او نړۍ خلک په سوله او ثبات کې ژوند وکړي باید د همکارۍ یو سیمه ییز او نړیوال نظام رامنځته شي.