چارواکي وايي په ننګرهار ولايت کې د يوې نښتې په ترڅ کې د دريو قوماندانانو په ګډون ١٢ وسله وال طالبان وژل شوي دي. په ختيځ کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو وياند نعمان هاتفي وايي، وسله والو مخالفينو پرون له غرمې وروسته د غني خېلو ولسوالۍ د باسط د تېلو ټانک په سيمه کې د ملي اردو پر ځواکونو بريد وکړ. هغه زياته کړه چې تر دغه بريده وروسته په سيمه کې جګړه پيل شوه او وسله وال مخالفين د ملي اردو د څلورمې پلې لوا د دوهم کنډک د منسوبينو له سخت غبرګون سره مخ شول. د هاتفي په وينا، د دې نښتې په ترڅ کې د قاري ګوهر، قوماندان لاچي او قاري زېور په نومونو د دريو قوماندانانو په ګډون ١٢ وسله وال مخالفين ووژل شول چې د شپږو جسدونه په سيمه کې پاتې وو او نور د سيمې خلکو وسله والو ته سپارلي وو. د غني خېلو ولسوال حضرت خان خاکسار هم ياده نښته تاييدوي او وايي چې په دې جګړه کې وسله والو ته ياده مرګ ژوبله اوښتې ده او د ملي اردو دوه سرتېري هم وژل شوي دي.