په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د امریکا په مشرۍ له ۲۰۰۱ کال راهیسې د پېل شوې جګړې له امله نږدې یو لک افغانان وژل شوي دي. اسوشېټيډ پریس اژانس د براون پوهنتون د شمېرنو پر اساس په یوه راپور کې ویلي، چې په یاده موده کې نږدې یو لک افغانان ټپيان شوي هم دي. امریکايي براون پوهنتون په افغانستان او پاکستان کې له ۲۰۰۱ کال راهیسې د جګړو له امله د اوښتو زیانونه په اړه سروې کړې. د اسوشېټيډ پریس اژانس د راپور پر اساس د سروې پایلې ښيي، چې په یاده موده کې ۱۴۹ زره کسان وژل شوي، چې یو لک یې افغانان او پاتې ۴۹ زره یې پاکستانیان دي. راپور وړاندې زیاتوي، چې په دغه موده کې شا و خوا ۱۶۲ زره کسان ټپیان شوي دي.