په بلخ ولايت کې د وسله والو په يوه بريد کې د يوې نادولتي موسسې نهه کار کوونکي وژل شوي دي. د دغه ولايت د سرپرست والي وياند منير فرهاد وايي، دا پېښه تېره شپه په دوو بجو د دغه ولايت په زارع ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده. هغه زياته کړه، وسله وال مخالفين د (پيپل اېن نيډ) په نوم يوې غير دولتي موسسې ته چې د کرنې په برخه کې مرستې کوي، ورغلي او بريد يې پرې کړى دى. د فرهاد په وينا، په دغه بريد کې د يادې موسسې دوه ساتونکي او اوه نور مامورين وژل شوي دي. د والي وياند وايي په وژل شوو کې يوه ښځينه کارکوونکې هم شامل ده. تر اوسه د دغه بريد مسووليت کومې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى. په زارغ ولسوالۍ کې ياد کسان په داسې حال کې وژل شوي، چې د بلخ سرپرست والي عطا محمد نور درې ورځې مخکې دغې ولسوالۍ ته دسفر پر مهال اعلان کړى و، چې دا ولسوالي يې له وسلوالو پاکه کړې ده.